خبرونهامنیت

په هرات کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

 کابل/ د وري٢ مه / باختر

په هرات کې په تېرو ٢٤ ساعتو کې ٦ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

دغه کسان د عملياتو په بهیر کې د ښار له بيلابيلو سيمو څخه نیول شوي دي.

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛  دغه کسان په غلا او شوکمارۍ تورن دي.

د هرات د پوليسو يو خبرځاى باختراژانس ته وويل چې  له نيول شويو کسانو څخه  څو غلا شوي موټرسايکلونه او مبايلونه هم ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې په هرات ولایت کې٤٠ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نيول شوي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته