ټولنه

په هرات کې په اړوکسانو دژمنيو مرستو ويش

کابل باختر د ليندي درې ويشتمه :
دهرات ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست مسوولان په اړو کسانو دژمنيو خوراکي توکو دويش له بهيردپيل خبرې کوي .
دهرات ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست مسوولان داسکوپ  دپروګرام دمرستو دويش  دبهير دپيلولو چې د سروې او د ژمنيو مرستو  دمستحقو کسانو دتثبيتولو کار دوه مياشتې مخکې پيل شوى دى په ولايتي شورا کې دخلکو دوکيلانو په شتون او څارنې سره خبرورکوي .
دهرات ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس جاويد نادم وويل  هغه کورني  بې ځايه شوي کسان چې په کمپونو او دښار په شاوخوا ساحو او دبي وزلو داستوګنې په سيمو کې  شپې سبا کوي  پيژندل شوي او ددغو مرستو مستحق بلل شوي دي .
ديادونې  وړ ده چې څه دپاسه پنځه زره  داخلي بې ځايه شوي کورنۍ له دغو مرستو څخه ګټه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته