ټولنه

ډاکتر بلخي: مدني ټولنه د پوهنې وزارت د کارونو څارنه کوي

کابل/ دتلې ١٦مه / باختر
د پوهني وزارت سرپرست ډاکتر محمد ميرويس بلخي د (سازمان فکرسبز) له يوشمېر غړو سره په کتنه کې له هغوى څخه وغوښتل چې د پوهنې وزارت د کارونو څارنه وکړي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې ډاکتر بلخې د مدنې ټولنې فعالان د پوهنې همکاران وبلل او د کور په کور د درسي کتابونو د راټولولو په کمپاين، د روزنې په سيستم کې د نجونو په ګډون له ښوونځي څخه د بهرو ماشومانو د شاملولو په موخه د پوهاوي ورکولو د پروګرامونو په ترسره کولو او له زده کوونکو سره د چلند د اصلاحي لارو چارو په رامنځته کولوکې د ښوونځيو د شوراګانو او د ماشومانو د ميندو او پلرونو د ملګرتيا فرهنګ په رواجولوکې د دوى د لازياتو همکاريو غوښتنه وکړه.
دغو مدني فعالانو هم د ډاکتر بلخي د وړانديزونو په هرکلي سره له پوهنې وزارت سره د خپلو زياتو همکاريو ژمنه وکړه.
پاى ج ذ 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته