امنیت

په هرات کې څلور ولسوالۍ نوې جوړې شوې دي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له ادارو او وزارتونو څخه غوښتي دي چې په هرات ولايت کې په څلورو نويو جوړو شويو ولسواليو کې دې خپلې نمانيدګۍ فعالې کړي .
دباختر آژانس دخبرله مخې: د شينډنډولسوالۍ د اوسيدونکو د غوښتنو او د جمهوري رياست د حکم او د موظف هيئت د څيړنې او د ملي امنيت د پريګړې له مخې د شينډنډ لومړۍ درجه ولسوالۍ د زيرکوه ولسوالۍ، پشت کوه ولسوالۍ، د زوال ولسوالۍ او د کوه زور ولسوالۍ او د شينډنډ په نومونو په پخو دريمه درجه پنځو موقتي ولسواليو ويشل شوې ده .
د سيمه ييزو ارګانو خپلواکې ادارې ته دنده سپارل شوې ده چې د دغو ولسواليو د جوړيدو قانوني پړاوونه چې د سيمه ييزو ارګانونو په نوى قانون کې په قاعده کې د وزيرانو شورا له خوا تاييد شوى دى؛ بشپړه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته