خبرونهاقتصادټولنه

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ

کابل، د کب ۲۰ مه، باختر
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د تېر ۱۴۰۲ کال د کړنو، لاسته راوړنو، پلي شویو پروژو په تړاو خپل راپور له رسنیو سره شریک کړ.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت د کرنې، مالدارۍ او ابولګولو رئیس مولوي سید امین هاشمي، روان ۱۴۰۲ کال د بزګرانو او مالدارانو لپاره له لاسته راوړنو ډک کال وبلل او زیاته یې کړه؛ چې تېره یوه کال کې یې ۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول او ترڅنګ یې بېلابېلو برخو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت او همکارو موسسو په مالي ملاتړ د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې لسګونه پروژې پلې کړي دي.
مولوي هاشمي د کرنیزو محصولاتو لپاره بازار موندنه (مارکېټ)، معیاري سړې خونې او زېرمو جوړول، د شېدو د پروسس مرکزونه، د کوچنیو چکډېمونو جوړول، د طبیعي منابعو حفاظت لپاره لګښت په نظر کې نیول او بزګرانو لپاره د اصلاح شوي تخمونو د سهم زیاتولو په برخو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت مشرتابه ته خپل وړاندیزونه او غوښتنې هم شریکې کړې دي.
ورته مهال د کرنې اوبولګولو او مالدارۍوزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري وویل چې کرنه او مالدارۍ د دې هېواد د پرمختګ ترټولو مهم اساس دی، هرکله، چې کرنه او مالدارۍ مکانیزه او د اوسني عصر له غوښتنو سره سم ترسره شي نو لرې نده، چې افغانستان به په پوره ډول ځان بسیاینې ته ورسېږي.
مولوي عمري زیاته کړه ۸۰ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې لله الحمد اوس مهال د ټولو هېوادوالو په ځانګړي توګه بزګرانو او مالدارانو لپاره ښه فرصتونه شتون لري او باید په ښه ډول ترې ګټه پورته کړو.
دغه راز نوموړي راتلونکي کال کې د کرنې، مالداري او اراضي په برخو کې د یو شمېر مهم او لویو برنامو او پروژو له پلي کولو هم خبر ورکړ.
د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور کرنه د انسان د بقا اساس یاد کړ او د کرنې پرمختګ لوري ته وړل د ټولو ګډ مهم مسؤلیت وباله.
نوموړي له ټولو غوښتنه وکړه، چې د دې هېواد د سمسورتیا او ښه راتلونکي په خاطر یو یو نیالګي کېنوي او خپلو ماشومانو باندې تعلیم وکړي.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري، لوګر والي شیخ ضیاالرحمن مدني سربېره، د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو، د ولایتي ادارې رئیسانو، دیني عالمانو، د مرکز او ولسوالیو قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته