امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په پکتيکاکې ووژل شول

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٠ : په پکتيکا ولايت کې د ناټو دجنګي الوتکو په بريدکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول . دپکتيکا د والي ويندوى مخلص افغان دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه بريد تير ماښام د پکتيکاولايت د يحيى خيلو ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت وشو چې وسله والو طالبانو په چاوديدونکو توکوباريو موټر له سيمې څخه ليږداوه. يوه اړونده خبرځاى وويل: د طالبانوپه پکيپ موټر چې چاوديدونکي توکي پکې بار و؛ د آيساف د هوايي ځواکونو له خوا بريد وشو چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او موټر په بشپړډول له منځته تللى دى. افغان زياته کړه: دغه بريد د ولايت دمقاماتو په همغږۍ کې ترسره شوى دى او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته