امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان دننګرهار په خوږياڼيو ولسوالۍ کې ووژل شول

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
دننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفنو ترمنځ نښته کې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
دننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته  خبر ورکړ چې دغه جګړه پرون  دننګرهار ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ په حکيم اباد سيمه کې ونښته چې له امله يې په زرقابي مشهور نعمت الله دوسله والو طالبانو دډلې يوقوماندان او يوبل  طالب ووژل شول .
ددغه قوماندان په وژل کيدو سره طالبانو مقاومت ونه شوکړاى او له ساحې څخه وتښتيدل .
  ختم- عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته