ټولنه

دهوا دککړتيا مخنوي د ټولو هلې ځلې غواړي .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١١
دهوا دککړتيا دمخنيوي کميسيون د هوا ککړ تيا دکچې دکمښت په لاره کې اغيزمن اقدامات کړي دي .
دباختر آژانس خبريال خبر راکړ په مسلمه توګه دجګړو او ناخوالو دوام د دې سبب شوى دى لکه څنګه چې لازمه وي دهوا ککړوالي ته پاملرنه نه ده شوې ،خو داپه دې مانا نه ده چې چارواکو دغه موضوع هيره کړې ده .
دکميسيون دغړو بنسټونو دخبرله مخې : زيات اقدامات شوي دي دسون دتوکو بدلون ،ءدخښتوداشونه،دښارنانوايانواو حمامونو دسوون دموادو بدلول، دليږدونکو وسايطو د سوون دموادو دبدلولو لپاره هلې ځلې او د ژوندانه دچاپيريال په ديارلسو معيارونو کار چې له شک پرته کيداى شي دهوا دککړوالي داندازې په کمښت کې مستقيم اړيکه ولرى.
د دې ترڅنګ دا يوازې اړوندې ادارې نه دي چې کولاى شي قانون او لارښود جوړ کړي چې خلکو او هيوادوالو ته سپارښتنه وکړي چې د ژوندانه چاپيريال ته پاملرنه وکړي ،بلکې هر هيواد وال کولاى شي په دغه ستر کار کې په يو ډول يو ډول خپله ونده واخلي ، دنيالګيو ايښودلو ته پاملرنه، دکثافاتو دخپرويدو مخنيوي د سوون دهغو موادونه کارول چې زيات لوګي توليدوي، دبريښنا
دتوليد دجنراتورونونه کارول.
داټول کولاى شي دهوا دککړتيا مخه ونيسي له دې امله ټول مسوليت لري چې دغه مهم کارته پاملرنه وکړي او دپاکې هوا په ساتنه کې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته