امنیت

په فراه کې دپنځلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
پنځلس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې دافغان او ائتلاف دګډو ځواکونو په هوايي عملياتو کې ووژل شول .
دفراه دوالي وياند محمد ناصر مهري باختراژانس ته وويل چې دغه عمليات پرون سهار دائتلاف دهوايي ځواکونو په ملاتړ  په بالابلوک ولسوالۍ کې ترسره شول چې له امله يې دوسله والو طالبانو دډلې ددريو مشهورو قوماندانانو حاجي احمد شاه ، عصمت الله او ملا وحيد په ګډون  ١٥ تنه  ددغې ولسوالۍ په ګردنۍ کلي کې ووژل شول .
  مهري زياته کړه په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى او يوپوځي  منسوب برسيرن ټپي شوى دى .
ويل کيږي دغه عمليات دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام  لري .
  ختم_   عطاالله _ اکرم                       

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته