نړۍ

يونسکو : هند له روزنيزو هدفونو سر ه څه دپاسه پنځوس کاله واټن لري.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
دملګرو ملتو علمي ، فرهنګي او روزنيز سازمان (يونسکو) وړمه ورځ په يوه رپوټ کې اعلام وکړ : دهند رونيز سيستم له روزنيزو هدفونو سره څه دپاسه پنځوس کاله واټن لري.
ايرنا خبر ورکړ :يونسکو په دغه رپوټ کې ، دهند د روزنيزو پروګرامونو دترسره کولو چټکتيا غواړي او اعلام يې کړى دى چې داوسنۍ ودې په بهير سره هند تر ٢٠٥٠م کال پورې لومړنيو زده کړو هدفونو ته تر ٢٠٦٠ م کال پورې دمنځنيو زده کړو هدفونو ته  او تر ٢٠٨٥م کال کې پورې دليسې او پوهنتون په کچه روزنيزو هدفونو ته رسيږي.
په يونسکو پورې اړوند د زده کړۍ دنړيوالۍ څيړنې سازمان اعلام وکړ :هند په هغه صورت کې کولاى شي تر ٢٠٣٠م کال پورې ټاکلو روزنيزو هدفونو ته ورسيږي چې د زده کړې په برخه کې اساسي او بنسټيز اصلاحات رامنځته کړي.
ددغه رپوټ له مخې : څه ناڅه شپيته ميليونه هندي ماشومان ډيره کمه زده کړه لري اويا هيڅ زده کړه نه ترلاسه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته