امنیت

دسترې محکمې دعالي شورا په غونډه کې يولړ موضوعګانې وڅيړل شوې

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١٣ :
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې درئيس قانونپوه سيديوسف حليم په مشرۍ غونډه وکړه او په اجندا کې  نيول شوې موضوعګانې يې وڅيړلې .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ.  شورا لومړى دسترې محکمې دقضايي پلټونکي قضاوتپوه محمدداود بختياري دمړينې په نسبت  چې  د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوى دى  دخپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب څرګند کړل او دلوى  خداى (ج) له دربارڅخه يې ارواښاد ته دفردوس جنت اوپاتې کسانو او کورنيو ته يې دجميل صبر هيله وکړه.
ارواښاد بختياري زيات کلونه  دهېواد په قضايي نظام کې تير  کړي دي او  په استيناف محکمو او دسترې محکمې په ځينو مرکزي ادارو کې يې دقاضي او رئيس  په توګه دندې ترسره کړې وې  چې د ده نه شتون نه جبيره کيدونکې ضايعه ده .
عالي شورا وروسته  ددعوا دخاوندانو غوښتنو ته پاملرنې سره چې په بالمال کفالت سره  دجزائي قضيو دځينو متهمينو دلنډمهال خلاصون په باب دسترې محکمې دمقام  دامر غوښتوونکي دي  ، دجزائي اجرااتو دقانون د ١٠٥ مادې  دحکم په رڼا کې څرګنده کړه چې  په بالمال  کفالت اويا له دې پرته دمتهم لنډمهال خلاصون  ددغه قانون د٩٩ مادې  په دريمه فقره کې دليکل شويو  حالاتو په رعايتولو سره  دڅارنوالۍ او دواکمنې  محکمې له صلاحيتونو څخه دي او له  ګرانو هېوادوالو څخه  يې په احترامانه ډول   وغوښتل چې دواکمنو مراجعو په تشخيص سره دې  دسترې محکمې مقام ته  له مراجعې څخه  چې دچارو  دزياتيدو او د دوى دلالهاندۍ سبب کيږي ، ډډه وکړي.
دغه راز دتروريستي  جرمونو دقضيو دڅيړنې په مقصد دخاصې محکمې دجوړولو دامکان دمطالعې په باب دملي امنيت دشورا  د دفتر غوښتنې ته په پاملرنې سره  ددغې شورا دسلاکارانو عنايت الله قاسمي او د رووفي توضيحات دعالي شورا په غونډه کې واوريدل شول او دهېواد دنافذو قوانينو په رڼاکې په دې باب غور او خبرې وشوې.
ور پسې له اجندا سره سم  دځينو نه علاج وړ  بنديانو او يا هم  دزيات عمر لرونکو بنديانو په برخه کې دجمهوري رياست دعالي مقام دحقوقي مشاوريت  داستهدايې په باب غور او څيړنه وشوه   او څرګنده شوه  چې په لومړي مورد کې  دجزائي اجرااتو دقانون  ٣٣٢ مادې  دهغې ناروغۍ دخطر  تر لرې کيدو پورې  چې دده  ژوند ګواښوي دبندي دبند دتنفيذ تاجيل  جواز بللى دى  او په دويم مورد کې  دافغانستان دخلکو دجهاد دبرياليتوب  د٢٣کاليزې  په مناسبت  دجمهوري رياست دمقام د ١٣٩٤  کال دثور دمياشتې  د ٧ نيټې  د اتمې ګڼې فرمان  دويمه اوپنځمه ماده پوره صراحت لري .  مستهدي مرجع کولاى شي  داړتيا په وخت کې  په دې برخه کې  قانوني اټکلونه  په پام کې ونيسي .
سربيره  پردې د عالي شورا په غونډه کې دبيا کتنې داتو مواردو غوښتنليکونو ، په  جزائي او مدني قضيو کې د محکمې دبدلون  د ٢٣ غوښتنليکونو ، دقضايي څيړنې دصلاحيت دتنازع  ديوې موضوع  او دقاضيانو په  ذاتي چارو پورې دځينو اړوندو مسئلو په باب هم څيړنې  وشوې اوپه هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول .
د يوبل خبرله مخې  :   دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې رئيس قضاوتپوه سيديوسف  حليم  نن له غرمې وروسته  په کابل  کې ديوناما دقانون دواکمنۍ دبرخې له رئيس سره  دخپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې لومړى  دقانون  دواکمنۍ دبرخې رئيس  دسترې محکمې درئيس په توګه دقانونپوه سيديوسف حليم دټاکل کيدو له امله  دخپلې مبارکۍ مراتب  څرګند کړل او وروسته له عدلي اوقضايي بنسټونو او په تيره بياله سترې محکمې سره دهغې  دهمکارۍ دپروګرامونوپه باب خبرې وکړې او  ژمنه يې وکړه چې   دمحکمو دظرفيت دلوړولو په مقصد دافغانستان له محکمو سره  دلازمو تخنيکي او تجهيزاتي مرستو په خاطر به هلې ځلې  وکړي.
وروسته  د سترې محکمې رئيس په کابل کې  دملګرو ملتو دسازمان ددفتر رول  او له دولتي بنسټونوسره خپلې مرستې مهمې وبللې  او هيله يې وکړه  چې  دقانون دواکمنۍ برخه وکولاى شي   له قضائيه قوې سره  همکاري  په لازمې همغږۍ او له اړتياو او ضرورتونو سره  سمې تنظيمې کړي او دعدلي او قضايي سکتور دهغو پروګرامونو په بشپړولو کې  چې دنړيوالې ټولنې له خوا تمويليږي لازمه ونډه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته