ټولنه

د شهيد عبدالعلي مزاري د تلين درناوى وشو .

کابل باختر دکب درې ويشتمه :
د دايکنډي ولايت په مرکز نيلي ښار کې  د ملي وحدت د شهيد عبدالعلي مزاري دشهادت د درې ويشتم تلين  درناوى وشو .
د دايکنډي والي محمود بليغ چې دغونډې له وينا والو څخه و ، وويل شهيد مزاري ته دملي وحدت دشهيد لقب تيرکال  دهېواد جمهور رييس  ورکړ .
ده زياته کړه چې دشهيد مزاري شعار په هېواد کې دميشتو قومونو ترمنځ  ديو بل  دمنلو روحيه وه . او ملي وحدت يې يو اصل باله .
غونډه  داسلامي انقلاب د شهيدانو او د شهيد مزاري  روح ته په دعا سره پاى ته ورسيده .    ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته