ټولنه

دهيواد دنوميالي شاعر اوليکوال پسرلي جنازه خاورو ته وسپارل شوه

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٥ :
دهيواد دپياوړي شاعر اوليکوال  ارواښاد محمد صديق پسرلي جنازه  په  عيدګاه جامع جومات کې   دجنازې دلمانځه له اداکولووروسته نن  په شهداي صالحين کې  خارو ته ورسپارل شوه.
دباخترآژانس د خبرله مخې : ارواښاد پسرلي دهغې  ناروغۍ له امله چې  ورپيښه شوې  وه ديکشنبې په شپه دډيلې ښار په يوه روغتون کې وفات شو.
دارواښاد دجنازې  دوړلو په مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهنمل نبي فراهي خبرې وکړې   او دارواښاد دوستانو، خپلوانو او دهيواد  فرهنګيانو ته دډاډګيرنې او خواخوږۍ دمراتبو دڅرگندولو  ترڅنګ يې وويل :
دغه پياوړى شاعر  چې په پښتو او دري  ژبو يې شعرونه ويل په لسګونو ادبي آثار ليکلي دي  چې  دهيواد دشعر او ادب په تاريخ يې بډاى کړى دى .
فراهي دغه راز وويل پسرلى  دهيواد دپياوړو شاعرانو او ليکوالو په ډله کې و چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا دمډال دترلاسه کولو په خاطر  جمهوري رياست ته پيشنهاد شوى و.
فراهي وويل  ، کاشکې دى  ژوندى واى  چې دغه  مډال يې په ټټر ټومبل شوى واى.
په دغو مراسمو کې دارواښاد خپلوانو او دوستانو ، فرهنګيانو اوليکوالو او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مسوولينو ګډون کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته