امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې ووژل شول

کابل باختر  د چنګاښ ٢٤ :
څلور تنه وسله وال طالبان پرون په سرپل ولايت کې ووژل شول.
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال سخي داد حيدري باخترآژانس ته وويل: په هغوچاڼيزوعملياتوکې چې دملي اردو دکوماندو د ځواکونو او دملي پوليسو له خوا د نړيوالو ځواکونو دهوايي پوځ په مرسته  دسانچارک ، ګوسفندي او د سوزمه قلعه د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د دوو تنو قوماندانانو په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول، پنځه تنه ټپيان او درې تنه نور ونيول شول.
دحيدري دڅرگندونوله مخې: دغه عمليات د دښمن له شتون څخه ددغو ولسواليو دپاکولو په مقصد پيل شوي دي او د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم دهوايي عملياتو له امله ويجاړشوي دي .
دسرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر زياته کړه چې پرون دسرپل ولايت  په صياد ولسوالۍ کې په يوه جلا پيښه کې يو سيمه ييز پوليس د وسله والوکسانو له خوا ټپي شو او دپوليسو ځواکونو پنځه تنه ددغې قضيې په اړوند نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته