خبرونهامنیت

په پروان کې د اسلامي امارت ۵۰۰ سرتېرو او افسرانو پوځي زده کړې بشپړې کړې

کابل / د وري ۲مه / باختر

په پروان کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د شهید آفتاب له روزنیز مرکز څخه د اسلامي امارت ۵۰۰ افسرانو او سرتېرو فراغت لیکونه ترلاسه کړل.

په فارغو شویو کې ۱۰۰ افسران، ۱۰۰ کومانډویان او ۳۰۰ نور پوځیان شامل دي چې پرون یې فراغت لیکونه ترلاسه کړل.

د سرتېرو په فراغت غونډه کې د۳۱۳ مرکزی قول اردو قوماندان مولوي نصرالله مطیع فارغو شویو سرتېرو ته په خطاب کې وویل: د دې هیواد فتحه او د بهرنیانو د اشغال پای ته رسېدل زموږ او ستاسو د سپیڅلې عقیدې او مبارزې نتیجه ده، په خبره یې دغه بریا د وسلې نه بلکې د پاکې عقیدې پر مټ خپله شوې ده.

مطیع وویل: زموږ او ستاسو د بریا راز په قرآنکریم، د الله تعالی په احکامو د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په لارښوونو او د خپلو آمرانو په اطاعت کې دی.

د شهید آفتاب (رح) د فرقې د ښوونی او روزنې رییس مولوي عبدالله قاسم باخترآژانس ته وویل چې دغو سرتېرو او افسرانو دوې میاشتې په پوځي، فکري، عقیدوي او تکتیکي برخو کې زده کړې کړې دي.

اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته