کابل باختر د وري يو ويشتمه :
درې تنه ماشومان په روزګان ولايت کې دماين دچاودنې په نتيجه کې ټپيان شول .
په دغو ماشومانو نن له غرمې وروسته په چارچينو ولسوالۍ کې په واټ کې ښخ کړى شوى ماين وچاوديد او ټپيان شول .
دروزګان ولايت يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې درې تنه ماشومان ټپيان شوي دي .
ده وويل : دغه ماشومان دلرګو او کاغذو په ټولولو بوخت و چې ماين وچاوديد
دروزګان ولايت سيمه ئيز مسوولين طالبان ددغه ماين ښخونې مسوول بولي او وايي چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ