نړۍ

د سوريې او ترکيې ترمنځ پولې ته څېرمه د چاودنې له امله په لسګونوتنه ووژل شول

دمشق باختر د کب دويمه :
له ترکيې سره د سوريې پولې ته څېرمه په يو موټرکې د ځاى پرځاى شوي بم د چاودنې له امله څه ناڅه شل تنه ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
په دې پيښه کې د وژل شويوکسانو دقيق شمېر لاتراوسه پورې د خپلواکو خبرځايونو له خوا نه ده تاييد شوى.
د رويټرز د خبري آژانس دخبر له مخې: دغه چاودنه په ترکيه کې د سوريې د پناه غوښتوونکو په يوه کمپ کې شوې ده او د پيښې ټپيان د درملنې لپاره د ترکيې په جنوب کې د کيليس  ښار روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
تراوسه پورې ددغه بمي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.
د سوريې د شمال سيمه په وروستيومياشتوکې د دولتي ځواکونو او د اسلامپالومخالفينو ترمنځ د سختو نښتو ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته