امنیت

دملي اردو ځواکونو دعملياتو په بهير کې ٢١ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٩
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې دملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهير کې ٢١ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول يوولس تنه ټپيان او څلور تنه نوريې ونيول شول.
دملي دفاع وزارت باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکى دي دملي اردو منسوبينو دننګرهار ولايت دخوږيانيو ولسوالۍ دنکرخيلو او دندونه په مربوطاتو کې دشاهين-٣٠ په نامه جلاجلا چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې يې دملا احمد او ملافيض په ګډون ٧ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او شپږ تنه ټپيان او يو دهغوى يو هاوان ويجاړ شوى دى او ١٣ ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
دملي اردومنسوبينو دښه امنيت دتامينولو په مقصد دلوګر او دميدان وردګو په ولايتونو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يو مشکوک ونيول شو او له هغه څخه دميزاييلو ٤ توغندي او ٢ کيلوګرامه اپين ترلاسه شول.
دننګرهار ولايت دشيرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دځانګړو عملياتو دفرقى دلومړى کندک دمتقابلو ډزو له امله ١٣ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او پنځه تنه يې ټپيان شول.
دکندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې دځانګړو عملياتو دفرقى دمنسوبينو دعملياتو په بهير کې درې تنه مخالفين ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې دغزنى،ننګرها او دکونړ دولايتونو په مربوطاتو کې دماينونو دچاودنې او د دښمن د ډزو له امله دملي اردو ٤ تنه منسوبين ټپيان شول او اووه تنه نور شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته