خبرونهټولنه

په پروان کې څه د پاسه پنځه زرو کورنيو نغده مرسته ترلاسه کړه

 کابل/ د وري٢ مه / باختر

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پروان کې له ۵۲۵۰ اړمنو کورنیو سره               د نغدې مرستې د وېش خبر ورکړى دى.

دغه وزارت نن د یوی خبرپاڼی په خپرولو سره ويلي چې د پروان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په دې پړاو کې له هرې کورنۍ سره ۶۱۰۰ زره افغانۍ نغده مرسته کړې ده.

د پروان د کلیو بيارغونې او پراختيا رييس ملا عبدالصمد صادق د مرستو د وېش پرمهال وويل چې دغه مرستې د خوړو نړیوال سازمان او وستا دفتر د سروې له مخې پر اړمنو کورنيو و وېشل شوې.

د نوموړي په وینا په جنوري کې ۸۴۰۰، په  فبروري کې ۴۵۰۰ او اوس پر۵۲۵۰ اړمنو کورنیو نغدې پیسې  ووېشل شوې چې په مجموعي ډول په پروان کې پر  ١٨ زره ١٥٠ کورنيو نغدې پيسې وېشل شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې په  ټول افغانستان کې  پر اړمنو  کورنيو د ملي او نړيوالو مرستندويه موسسو له خوا د بشري مرستو د وېش لړۍ دوام لري؛ خو خلک له اړوندو بنسټونو غواړي، چې دغه مرستې په شفافه او عادلانه توګه ووېشي.

| ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته