تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل/ د سلواغې ٣ / باختر:
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کوي چې له افغانانو سره مرستې باید له سیاسي مسایلوڅخه جلا وي.
د باختر آژانس مبصر ليکي؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي نيوګوتريش پرون په نیویارک کې په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې افغانستان ته د بشري مرستو رسول باید له سیاسي مسئلو څخه لرې وساتل شي او افغانان باید په ډله ییزه توګه محکوم نه شي.
هغه ويلي، پر افغانستان د بندیزونو لګول باید د دغه هېواد خلکو ته زیان ونه رسوي او نه باید د افغانستان خلک د سیاسي مسایلو په خاطر مجازات کړي.البته د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې د بشردوستانه مرستو زیاتول اړین دي، ځکه افغانان په خورا سخت وضعیت کې دي او د مرګ او لوږې له خطر سره مخ دي.
د سیاسي کارپوهانو په باور، د ملګرو ملتونو سرمنشي څرګندونې امریکا ته متوجه دي، چې پر افغانستان د بندیزونو په لګولو او د دې هېواد د شتمنیو کنګل کولو سره یې اقتصادي ستونزې په ځانګړې توګه بانکي راکړې ورکړې له ستونزو سره مخ کړې دي.
امریکا د خپلو پلانونو او موخو چې لري په پلمه د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي، پر دغه هېواد یې بندیزونه لګولي او هڅه کوي پر اسلامي امارت فشار راوړي، په داسې حال کې چې د افغانستان خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو له افغانستان سره د مرستو د رسولو څرنګوالی له سياست سره تړلی دی، دا يې هېره کړې چې احساسات په سياست او شرايطو پورې اړه نه لري.
سيمه ييز سياست او سيالي کولاى شي پر افغان ولس فشارونه زيات کړي، که نړيواله ټولنه د لوږې او بېوزلۍ پر وړاندې له افغانانو سره په رښتيني ډول مرسته وکړي، بايد د مرستو په رسولو کې اسانتياوې رامنځته کړي او د همکارۍ لپاره شرايط وضع نه کړي.
که نن امریکا د افغانستان شتمني کنګل کړي، یا نړیوال بانک په هغه هیواد کې هغه پیسې بندې کړي چې د افغانستان د ژغورنې صندوق کې دي، یا که د هند له خوا افغانستان ته مرسته شوي غنم پر خپل وخت انتقال نه شي، د دې ټولو ستونزو ريښه په سياسي مسايلو او بهرنيو سياليو کې ده او په پايله کې يې افغان ولس ځورېږي، په داسې حال کې چې سياست او احساسات دوه جلا لارې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي له نظره ، په افغانستان کې ستونزې شته، او اسلامي امارت ته مشوره ورکړه د ستونزو د حل او د افغان ولس او نړيوالې ټولنې د باور د پياوړتيا لپاره بايد فعاله تګلاره غوره کړي، خوسره له هغه هم ټينګار کوي چې دغه هېواد ته د نړيوالو مرستو رسول له شرايطو لرې وي.
نوموړي تر دې مخکې هم د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کړې وه اوله نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا او لویدیځو هېوادونوڅخه يې غوښتنه کړې وه چې له اسلامي امارت سره د تعامل لاره په مخکې ونيسي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي له نظره ، له اسلامي امارت سره د تعامل په لور ګام اخیستل کولای شي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ روحیه پیاوړې کړي او د باور او اعتماد فضا زیاته کړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته