کابل باختر د مرغومي دويمه :
په پکتيا ولايت کې پرون له شپږ ويشتو بې ځايه شويو کورنيوسره مرسته وشوه .
په پکتيا ولايت کې دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې دنمايندګۍ رييس بهادر خان منګل دباختراژانس خبريال ته وويل: په دې مرسته کې چې شپاړلس قلمه کيږي پنځه اويا کيلوګرامه وريجې ، پنځلس کيلوګرامه غوړي ، پنځه کيلو بوره ، پنځه ويشت کيلولوبيا ، دوه کيلو چاى ، اووه شړى ، يو ترپال ، داوبو يوه بوشکه ، شپږ شالونه او ښځينه او نارينه څادرونه دپخلنځي يو سيټ وسايل او يوولس چکۍ صابون په هرې کورنې ويشل شوي دي .
ديادونې وړ ده چې دغه کورنې کابو پنځه مياشتې مخکې دناامنيو له امله بې ځايه شوې وې .
1 د یوې دقیقې څخه لږ