ټولنه

په خوست کې د وروستيو تروريستي پيښو دقربانيانو له کورنيو او ټپيانو سره مرسته .

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
په خوست ولايت کې دوروستيو تروريستي پيښو  دقربانيانو  له لسګونوکورنيو  او ټپيانو سره  مرسته وشوه .
   درارسيدلو خبرونو له مخې ،  په دې پړاو کې  دهر قرباني  له کورنۍ سره  ددولت له خوا دسلو زرو افغانيو او دهر ټپي  له کورنۍ سره  دپنځوسو زرو افغانيو  مرسته شوې ده .
  دخوست ولايت مرستيال  شير پاچا په دغه ولايت کې  د تروريستي بريدونو له امله  دقربانيانيو په کورنيو او ټپيانو  ددغې مرستې  دويشلو په مراسمو کې غمشريکي  څرګنده کړه .
  ده وويل :سيمه ييز مسوولين هلې ځلې کوي  چې دمرستې تر څنګ  دتروريستي پيښو دشهيدانو کورنيو ته دکار زمينه برابره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته