ټولنه

په پکتيکا کې دپوليسو مامورانو دخپلو معاشونو په لګښت جومات جوړ کړ

کابل /دليندې ١٩مه /باختر :
په پکتيکا کې دپوليسو په لسګونو مېشتو مامورانو د خپلو معاشونوپه لګښت يوجومات جوړ کړ .
دغو مامورانو چې دښرنې ښار پهلومړى امنيتي حوزه کې کارکوي خپل يومياشتنۍ معاش   راټول کړ او هغه يې ديوجومات په جوړولو ولګاوه
دغه جومات دښرنې ښار دپوليسو په لومړى حوزه کې موقعيت لري .
دپکتيکا دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل چې دغه جومات دپوليسو دمامورانو ديو مياشتنيو حقوقو محصول څلور سوه زرو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى او په يوه وخت کې دڅه دپاسه سلو لمونځ کوونکو ظرفيت لري .
دښرنې  ښار په لومړى امنيتي حوزه کې دپوليسو يو مامور صالح محمد  چې  ددغه جومات په جوړولو کې يې ونډه اخستې ده وايي چې دلمانځه داداکولو لپاره دمناسب  ځاى نشتوالي  په نسبت له ستونزې سره مخ وو
هغه وايي په دې خاطر  چې په دغه شان خيرکار کې يې ونډه اخستې ده خوښ دى .   ختم_  ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته