امنیت

طالبانو د اردو دوه تنه سرتيري په ډزوسره ووژل

کابل باختر دلړم   دويمه :
وسله وال طالبان تېره شپه په جوزجان ولايت کې د ملي اردو دوه تنه سرتيري په ډزو سره ووژل.
دغو سرتيرو چې د اختر د رخصتۍ لپاره په شبرغان ښارکې خپلوکورونو ته تللي وو؛ تېره شپه ناوخته په داسې حال کې چې په آقچې ولسوالۍ کې د واده له مراسمو  وروسته خپلو کوروته روان وو؛ د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول .
دجوزجان ولايت د پوليسو مسوول جنرال فقيرمحمد جوزجاني باخترآژانس ته  وويل چې محب الله او عبدالخليل په غزني او دکندز په ولايتونوکې داردوسرتيري وو.
جوزجاني وايي: دغه پوځيان دشبرغان ښار د جلال آباد د سيمې اوسيدونکي وو او کله چې تېره شپه د آقچې په ولسوالۍ کې د واده له مراسمو وروسته خپلو کوروته روان وو؛ په لاره کې د طالب يرغلګرو له خوا پر دوى ډزې وشوې او ووژل شول.
دجوزجان دپوليسو مسوول وويل چې امنيتي ځواکونو د اردو سرتيرو د ترور د عاملينو د نيولو اوپيژندلولپاره هځې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته