امنیت

په پکتيکا کې د ١٤ تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٠
١٤ تنه وسله وال طالبان په پکتيکا ولايت کې دملي امنيت دمامورينو دپوځي عملياتو په بهير کې ووژل شول.
په دغو جګړه مارانو دسه شنبې په شپه په ګوملې ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي  کې بريد وشو.
دپکتيکا ولايت دملي امنيت رياست ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دغو ځانګړو عملياتو کې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى زياتوي دغه جګړه ماران ديو لړ ترورستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې پوځيانو او ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى.
دپکتيکا ولايت دملي امنيت مامورين وايي چې ددغو عملياتو په بهير کې دوژل شويو يرغلګرو څو سپک او درانده وسايل هم ترلاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته