فرهنګ

د پروان ولايت د ژورناليستانو د شورا د رهبرى هيئت انتخاب شو

کابل باختر د وږي دري ويشتمه :
دپروان ولايت د ژورناليستانو د شورا په لومړۍ غونډه کې د دغې شورا د رهبرى هيئت انتخاب شو.
  د رهبرى په هيئت کې چې رييس، مرستيال او منشي شامل دي؛ د ژورناليستانو د شورا د انتخاباتو له لارې وټاکل شو.
دچاريکارو له ښار څخه دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې د پروان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دمطبوعاتو په تالارکې جوړه شوه؛ دپروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په دغه ولايت کې د ژورناليستانو دحقوقو د دفاع په لاره کې د ژورناليستانو د شورا شتون يو کټور ګام وباله او زياته يې کړه چې ژورناليستان بايد د خبريالى  د اصولو له مخې فعاليتونه ترسره کړي .
دغه راز په دې غونډه کې عبدالغفار رووفي د پروان ولايت د ژورناليستانو  د شورا د رييس، ميرمن عاطفه بهاررضايي دمرستيالې او يعقوب رسولي دمنشي په توګه انتخاب شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته