ټولنه

په پکتیا پوهنتون کې د لابراتوارونو لپاره ودانۍ جوړېږي

ګردیز باختر د زمري ۱۷ مه
د هند هېواد د پنځوس مېلیونو افغانیو په لګښت د پکتیا په پوهنتون کې د لابراتوارونو لپاره ودانۍ جوړوي.
د پکتیا پوهنتون رييس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې د دغه ودانۍ په جوړېدو سره به  د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي زده کړو کې هم د پام وړ بدلون راشي.
د پکتیا پوهنتون اوسمهال د طب، انجنیری، حقوق او سیاسي علومو، اقتصاد، ژبو او ادبیاتو، ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځي لري.
د مسوولینو په وینا اوسمهال په یاد پوهنتون کې د ۶۷۸۰ په شاوخوا کې محصلین په بېلابېلو پوهنځیوکې پر زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې ۱۵۰ تنه یې ښځینه محصلینې دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته