امنیت

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ دلړم ٢٢مه/باختر
په قندهارکې په هوایي بریدکې ۱۳و سله و ال طالبان ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په میوند ولسوالۍ کې د دوی پټنځای برید وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وویل چې په بریدکی ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وویل چې دغه طالبان په قندهار ښارکې د ډار اچوونکو بریدونو د طرحه کولو لپاره راغلي وو چې برید پرې وشو.
ویل کېږی په برید کې د طالبانو پټنځای له ټولو جنګي وسایلو او څو ډار اچوونکو سره یوځای له منځه یوړل شو.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته