ټولنه

په پکتیا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي نړيواله ورځ ونمانځل شوه

ګردیز باختر د لیندۍ د میاشتې ۶ مه
د نومبر د مياشتې پنځه ويشتمه چې د لیندۍ د میاشتې له څلورمې نېټې سره سمون خوري، د هېواد په ګوټ ګوټ کې دغه ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه نمانځل کېږي.
دغه ورځ په پکتيا ولایت کې هم د نورور ولایتونو په څېر په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د پکتيا د ښځو چارو رېیسې نسرين اورياخېل په خپله وينا کې د ښځو چارو د وزيرې پيغام ګډونوالو ته واوراوه او زیاته يې کړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې په راټيټولو کې د ټولنې ټول وګړي مسووليت لري.
هغې وویل چې په بدو کې د نجونو ورکول، لوړ ولورونه، ښځو ته خپل حقونه نه ورکول، بې سوادي، د امنیت نه شتون او يو شمېر نور ناوړه دودونه هغه څه دي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لامل کېږي.
په ورته وخت کې د افغان ښځو د شبکې مسوولې زرغونې همت وویل چې د تېر په پرتله اوسمهال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه راټيټه شوې ده.
هغې زیاته کړه: که دیني عالمان، قومي مخور او رسنۍ د ښځو د حقونو په برخه کې عامه پوهاوی ورکړي، نو لرې نه ده چې روانو بدبختيو ته به د پای ټکی کېښودل شي.
قاري خواجه الدین حق بیان د عالمانو د شورا په استازیتوب د اسلام له نظره د ښځو پر حقونو رڼا واچواله او لوړ ولور يې د اسلام له نظره حرام وباله.
د يادونې وړه ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې اوسمهال هم د یو شمېر ولایتونو په لرو پرتو سيمو او آن په ښارونوکې ښځو ته هغه حقونه نه دي ورکول شي کوم چې اسلام ورکړی دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته