ښوونه او روزنه

دپوهنې سرپرست دهند په پونه کې له افغان محصلانو سره وکتل

کابل/ د سلواغې١٣مه/ باختر 
دپوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ميرويس بلخي  د ٢٠١٩ کال دغوره محصل دکلنۍ جايزې دورکړې دمراسمو ترڅنګ دهند په پونه کې  له افغان محصلانوسره وکتل .دباختراژانس دخبرله مخې ؛ په دې کتنه کې  ډاکټرميرويس بلخي دخپلو تحصيلي تجربو دشريکولو په ترڅ کې محصلان دمهارت  ترلاسه کولو او دظرفيت او ځواکمنۍ لوړولو  ته وهڅول .
ډاکټر بلخي دهر محصل دمهارت لوړول او دفردي ظرفيتونو دلوړولو په باب کار په افغانستان کې  دکارپيدا کولو  اوپه هېواد کې  دشته  تشو دلېرې کولو په تګلوري کې مهم ګام وباله.
ديادونې وړ ده چې دهندوستان دفرهنګي اړيکو شورا ( اى سي سي آر )  د٢٠١٩ کال  دغوره محصل جايزه  دپوهنې وزارت  سرپرست ته  په هند کې د پياوړي افغان فارغ         په توګه او دغه راز دافغانستان خلکو ته درهبرۍ او مديريت په لوړو کچو کې دخدمتونو په دليل  ورکړې ده .
پاى  ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته