خبرونهاقتصادټولنه

په پکتیکا کې د درېیو کانونو د استخراج چارې پیل کېږي

کابل / د وري ۲ مه / باختر

د پکتیکا د کانونو او پټرولیم  ریاست مسوولین وايي چې له وزارته ورغلي مسلګي ټیم په ملتیا یې په دغه ولایت کې د درېیو کانونو سروې بشپړه کړې چې راتلونکي کې به یې د استخراج چارې پیل شي.

د کانونو او پټرولیم ریاست د مرکز ښرنې د سپن څک  د مرمرو او ډبرو سکرو، د سر حوضې ولسوالۍ د ګلردین لایکي سیمه کې د ډبرو سکرو  او د زرغون شهر یا خیرکوټ په ژیړه خوا سېمه کې د ډبرو سکرو کانونو سروې ګانې وکړې.

د پکتیکا د کانونو رییس مولوي نظر ګل صیاد وايي چې په تېر نظام کې پکتیکا ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

هغه زیاتوي چې په پکتیکا کې کانونه شته او که کار پرې وشي خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او دولت به هم ترې په زیاته اندازه عاید ترلاسه کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته