خبرونهاقتصاد

په پکتیکا کې د پړاو پله د رغولو چارې پیل شوې

کابل / د وږي ۱۴ مه / باختر

د پکتیکا د ښرنې او ارګون تر منځ سروضې ولسوالي  پړاو سیمه کې د نړېدلي پله د رغولو چارې نن پيل شوې.

د پکتیکا والي محمد عیسی یاسین وايي چې د افغانستان اسلامي امارت نظام ژمن دی چې په خپل هېواد کې پر نورو برخو سربېره د پرمتخګ او بیارغونې چارې پیل کړي او خپلو ولسونو ته په روڼ ډول خدمت وکړي.

په ورته وخت کې د پکتیکا مرستیال والي محب الله حماس او د ټولګټو چارو رییس وايي چې د یاد پله چارې نن رسمآ پیل شوې او د یوې میاشتې په جریان کې به یې چارې بشپړې شي.

دوی وویل چې دغه پل د اوس لپاره د ولس د ستونزو د حل په موخه جوړېږي؛ خو په اساسي ډول د رغولو چارې یې چې ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، وروسته پیل کېږي.

د دغې ترانزیټي لارې موټر چلوونکي د پله په جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي چې تر دې وړاندې د تلو راتلو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ و چې په جوړېدو سره به یې ټولې ستونزې حل شي.

ن/ر

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته