ټولنه

شل پروژې په غور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل / د چنګاښ ۳۰مه / باختر
په غور کې د شلو پروژو کار بشپړ شو او پرون پرانیستل شوې.
د غور د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا رياست د مطبوعاتي دفتر مسوول زکریا سیرت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل: په دغو پروژو کې د اوبو رسولو شبکه، سولري برېښنا، د اوبو زېرمې، د څښاک اوبو څاګانې او زراعتي کانالونه شامل دي چې د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له بودجې څخه د خلکو په ١٠ سلنې ونډې سره، د څه دپاسه ٣١ ميلیونو افغانیو په لګښت په تولک، شهرک او لعل او سرجنګل ولسوالیو کې تطبيقې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې کابو دوه زره کورنۍ له دغو پروژو استفاده کوي.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته