روغتیا

درې زره سي سي وينه په کابل کې د تروريستي پيښو قربانيانو ته ورکړى شوه .

کابل باختر  د زمري اتلسمه :
په بغلان ولايت کې دمدني ټولنې  دبنسټونو دشبکې غړو خپله درې زره سي سي وينه په داوطلبانه ډول په کابل کې دوروستيو پيښو ټپيانو ته ورکړه .
په بغلان کې دمدني ټولنې دبنسټونو دشبکې اجراييوي مسوول محمد عاطف  عارفيان دباختراژانس خبريال ته وويل :زړه بوږ نوونکي تروريستي پيښو چې  يوه په بلې پسې په وينو او خاورو دملکي وګړو دلړلو اولت پت کولو سبب شوي دي دتور زړو تروريستانو په نسبت دپلخمري ښار داوسيدونکو کرکه او نفرت راپارولى دى .
ده زياته کړه چې ددغې شبکې  غړو له پرون راپديخوا خپله څه دپاسه درې زره سي سي وينه دقربانيانو له کورنيو او ټپيانو سره دهمدردۍ  په مقصد ورکړې ده . او دغه بهير دوام لري .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست دخبري څانګې مسوول وويل چې راټوله شوې وينه به کابل ته وليږدوله شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته