ټولنه

دهغوکسانو شمير زيات شو چې درايې ورکولو کارتونه اخلي

کابلباختر د سنبلي١٢
د تاله اوبرفک له ولسوالۍ څخه د وسله والو طالبان په شړلو سره د دغې ولسوالۍ د خلکو په لاره کې ټول پراته خنډونه او ستونزې لرې شوي دي او خلک په زياته
اندازه درايې ورکولو مرکزونو ته  مراجعه کوي .
ويل کيږي  چى اوس د دغې ولسوالۍ اوسيدونکي له لرې کليو او بانډو څخه درايې ورکولو د کارتونو  د ترلاسه کولو او د انتخاباتو په بهير کې دګډون لپاره د ولسوالۍ مرکز ته مرا جعه کوي .
په  تاله او برفک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرخلاف دپاڅون کوونکو مشر عبدالکريم خيرخواه باخترآژانس ته وويل  :  دهغه وګړني پاڅون په بهير کې چې پخوا ددغې ولسوالۍ دسلګونو تنو اوسيدونکو په ګډون په دغې ولسوالۍ کې
د طالبانو پرخلاف وشو  وسله وال طالبان له دغې ولسوالۍ څخه شړل شوي دي .
خيرخواه د امنيتي شرايطو د ښه والي اود انتخاباتو په بهير کې دخلکو دګډون په کار کې د وګړني پاڅون رول  مهم او اساسي وباله او په دغې ولسوالۍ کې يې د    رايې ورکولو د کارتونو د ويشلو د بهيرد دوام غوښتنه و کړه .
د تاله او برفک ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن کريم  داد د ښه امنيت د تامينولو په کار کې له دولت سره د خلکو همکاري مهم ګام و باله او زياته يې کړه چې  له وګړني پاڅون  وروسته درايې ورکولو د کارتو نو دويشلو په مرکزونو کې دخلکو ګډون زيات شوى دى .
د بغلان ولايت دانتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس عبدالملک حنيفي درايې ورکولود مرکزونو د فعالولو په خاطر خلکو ته ډاډ  ورکړ او دانتخاباتو په بهيرکې يې دهغوي دهڅونې په لاره کې دعالمانو او دجوماتو و د امامانو او  واعظانو دپراخو تبليغاتو غوښتنه و کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته