اقتصاد

په ننګرهار کې افغان فابریکه هره ورځ ۱۲۰ ټنه وریجې پروسس کوي

کابل / د مرغومې ۱۵ مه / باختر
د ننګرهار په شیخ مصري ښار ګوټي کې د افغان وریجو فابریکه هره ورځ ۱۲۰ ټنه وریجې پروسس کوي.
د ننګرهار په شیخ مصري صنعتي پارک کې افغان فابريکه د څلور نيمو ميليونو امريکايي ډالرو په پانګونې جوړه شوې چې په ۲۴ ساعتو کې ۱۲۰ ټنه وريجې پروسس کوي او ۵۷ تنه په کې کار کوي.
د افغان وریجو فابريکې مسوول عزيز شېرزاد وايي چې د دغې فابریکې وریجې د هېواد بازارونو ته په مناسبه بیه وړاندې کېږي.
هغه د ننګرهار له ولایتي ادارې څخه غواړي چې د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته