ټولنه

د سمنګانو له روغتونونو سره د دريو امبولانسونو مرسته

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
د سمنګانو ولايت د عامې روغتيا له رياست سره د دريو امبولانسونومرسته وشوه.
دغه مرسته د سمنګانو ولايت د عامې روغتيا رياست د روغتونونو د ستونزو د لرې کولو په موخه د نړيوال بانک له خوا شوې ده .
د سمنګانو ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکترعبدالحميد وويل: د دغو امبولانسونو ټوله بيه څه ناڅه لس مليونه افغانۍ ده چې د نړيوال بانک له خوا د عامې روغتيا له وزارت سره مرسته شوې ده او د عامې روغتيا وزارت دغه امبولانسونه د سمنګانو ولايت په روغتونونو وويشل.
د عامې روغتيا رييس وويل: دغه امبولانسونه د ناروغانو د ستونزو د لرې کولو په موخه نن د دغه ولايت د بر او کوز دره صوف او د روى دوآب ولسواليو په روغتونونو وويشل او دغه روغتونونه يې سمبال کړل.
دغه راز د دغو ولسواليو مسوولينو د نړيوال بانک له مرستې په امبولانسونو د دغو ولسواليو د روغتونونو د سمبال کيدو له امله قدرداني وکړه .
د کوز دره صوف ولسوالۍ اجراييه آمر انجنير قربان وويل: دوى د ناروغانو په ليږدونې په خاصه توګه د دره صوف په لاره کې د ترافيکي پيښو د ټپيانو په ليږدونه کې له جدي ستونزو سره مخامخ و او دوى زيات وختونه عاجل ناروغان او ټپيان له لرې کليو څخه د شخصي ليږدونکو وسايطو په واسطه د بلخ حوزوي روغتون به ليږدولي.
ده وويل: د دغې ولسوالۍ د سل بستريز روغتون په سمباليدو سره کولاى شي، ناروغان او ټپيان له لرې کليو څخه په ډاډمنه توګه د ولسوالۍ روغتون او له هغه ځاى څخه د بلخ ولايت ته وليږدوي.
له بلې خوا د سمنګانو ولايت د عامې روغتيا رييس وويل: د دغه ولايت په مرکز او شپږ ګونو ولسواليوکې د دريو روغتونونو، يو ولايتي روغتون، د څلور ديرشو کلينيکونو په ګډون اته ديرش روغتيايي مرکزونه فعاليت لري.
د عامې روغتيا رييس زياته کړه: په روانه اوونۍ کې په سمنګانو ولايت کې د ژمي په را رسيدو او د واورې د اورښت له امله د يخ وهلو ناروغۍ په خاصه توګه د والګي ناروغۍ زياتې شوې او د روغتونو او کلينيکونو ستونزې زياتې شوي دي، خو د سر د زيان په باب تر اوسه پورې د عامې روغتيا رياست ته رپوټ نه دى ورکړ شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته