نړۍ

امريکا به له ايران سره داروپا دمجازې سوداګرۍ دلارې خنډ نه شي .

واشنګتن باختر د سلواغۍ لسمه :
  دامريکا دبهرنيو چارو وزارت يومقام  اعلام وکړ چې هېواد به يې له ايران سره داروپا دمجازې سوداګرۍ دلارې خنډ نه شي .
باختراژانس دامريکا دبهرنيو چارو په وزارت کې په ايران  پورې د اړوندو چارو دادارې مطبوعاتي وياند سام وربرګ پاريس ته دايران دجمهور رييس حسن  روحاني په سفر کې دايران او فرانسې دڅو مليارده ډالري معاملو دقراردادونو په غبرګون کې وويل :ناڅاپي نه ده چې اروپايي  شرکتونه او هغه نور کسان چې دسختو بنديزونو اوزموږ دديپلوماتيکي هڅو په خاطر له ايران سره  له  سوداګرۍ څخه ډډه وکړي اوس بايد له ايران سره  ددغه شان خبرو دروازه پرانيزي .
ده زياته کړه :حقيقت دادى چې موږ له  ايران سره ددغه شان خبرو مخالف نه يو اوله ايران سره به د روا اومجازې  سوداګرۍ له لارې خنډ  نه شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته