امنیت

په لغمان کې اته وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

مهترلام باختر د غويي د مياشتې ۳۰ مه
په لغمان ولايت کې د سيلاب په نامه د افغان ګډوځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې اته تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک باختر اژانس ته وویل چې دغه عمليات د مرکز په ګډون د الينګار  ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې ترسره شوي چې له امله يې د وسله والو مخالفينواووه تنه وژل شوي او يو تن یې ټپي دی.
د ځواک د څرګندونو له مخې په دغو عملياتو کې افغان ګډو ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته