سیاست

جمهور رئیس غني د ۳۴ ولایتونو له ملکي او نظامي مسوولینو سره خبرې وکړې

کابل_باختر د غويي د مياشتې٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني تېر ماښام په ارګ کې له توحید ملي مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د ۳۴ ولایتونو والیانو، د قول اردو، د پولیسو د زونونو او امنیه قوماندانانو  او همدارنګه د ملي امنیت، حج او اوقافو، اطلاعات او فرهنګ، پوهنې رئیسانو او د ولایتي شوراګانو له رئیسانو او غړو سره د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر قوماندانۍ باندې د تروریستي برید په خاطر د خپلې ډاډګېرنې مراتب ټولو خلکو ته څرګند کړل ويې ویل، د جمعې په ورځ زموږ په اولادونو د عبادت پرمهال تروریستي برید وشو او شهیدان شول.
هغه زیاته کړه، دا هر سرتېری اتل دی چې د وطن د ښه راتلوونکي لپاره یې د خدمت لاره اختیار کړې، ما بلخ ولایت ته په خپل ننني سفر کې د دې تروریستي پېښې د ټپیانو د حالت پوښتنه وکړه او هغوی د دښمن  پر ضد د مبارزې لوړه روحیه لرله.
جمهور رئیس څرګنده کړه، په دې اړه جدي څېړنې پیل شوي او د ملي دفاع وزیر مرستیال، لوی درستیز او د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال په ساحه کې حضور لري. هغه وویل خپلو سیمو ته د شهیدانو د جسدونو د انتقال ترتیبات نیول شوي دي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، په وروستیو میاشتو کې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو دښمن ته بې ساري تلفات واړول او موږ باید درک کړو چې په افغانستان کې د جنګ ډول بدل شوی، دښمنان د جنګ په ډګر کې له ماتې وروسته زموږ ملکي وګړي، جوماتونه، تکایا، علما، ښځې، ځوانان او ماشومان په نښه کوي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، د افغانستان جنګ داخلي نه دی، موږ د نړيوالې مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لرو او له نړيوالو تروریستي ډلو سره د جنګ په حال کې یوو.
هغه وویل، د دښمن کوښښ دا دی چې افغانستان د بې ثباتۍ په مرکز بدل کړي، خو اجازه نه ورکوو او په قاطعیت سره کوښښ کوو چې د پنځو راتلوونکو نسلونو آرامي تامین کړو.
جمهور رئیس غني یادونه وکړه، موږ په حساسو شیبو کې قرار لرو او باید په ټول مقاومت تاریخ جوړونکي شو او دښمن او ټولې تروریستي ډلې انزوا ته بوځو. هغه زیاته کړه، اقلیت ډلې په هیڅ وجه زموږ اراده نشي بدلولې.
جمهور رئیس طالبانو ته په خطاب کې وویل: نننی افغانستان، پرونی افغانستان نه دی، که واقعاً جرئت لرئ، راشئ له عالمانو، ځوانانو او ښځو سره بحث او مذاکره وکړئ، نه دا چې هر ځای هغوی په نښه کړئ.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، نن ولسي بسیج ته اړتیا ده او ټول باید د تروریستانو د جنایاتو پر ضد خپل غږ پورته کړي، ځکه دا د ټولو خلکو مشترک درد دی او د تروریزم او د افغانستان د دښمنانو ضد مبارزه کې زموږ اراده نه بدلېږي.
په دې ویډیو کنفرانس کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو، د ملي امنیت عمومي رئیس، د پوهنې، لوړو زده کړو، حج او اوقافو، سرحدونو او قبایلو وزیرانو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست، عامه اړیکو او ستراتیژیکو چاروکې د جمهور رئیس ستر سلاکار او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس هم حضور درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته