ټولنه

د طالبانو يو قوماندان په يوې ځوانې ښځې د تيري په وخت کې ووژل شو

کابل باختر  د وږي دمياشتې ١٨  :
په غور ولايت کې  دطالبانو دډلې  يو جګپوړى قوماندان په يوې ځوانې ښځې د جنسي تيري په وخت کې  په ډزو سره ووژل  شو.
مولوي يوسف معتصم تيره شپه  دخپل ساتونکي ملا صبغت دکورنۍ په يوې غړې  دجنسي تيري لپاره دهغه کور ته تللى و چې دملاصبغت له خوا په ډزو سره ووژل شو.
د رارسيدلو خبرونوله مخې :  مولوي يوسف معتصم  ددې لپاره  چې وکولاى شي  په ډاډه  زړه دخپل ساتوونکي ملاصبغت دکورنۍ  په يوې ښځې جنسي تيرى وکړي ، هغه يې  ديو ماموريت لپاره بل ځاى ته ليږلى و. خو دغه ملا دخپل قوماندان له نيت څخه خبريږي او خپل کور ته راځي او مخکې له دې چې  مولوي يوسف  خپل هدف ته ورسيږي؛ هغه په ډزو سره وژني.
دغور ولايت دعامه نظم دقوماندانۍ درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پيښه تائيده کړې ده.
په خبرپاڼه کې مولوي يوسف معتصم دطالبانو دډلې د نومول شوي ولسوال په توګه ياد شوى دى او ويل شوي دي: دى ټيک هغه وخت چې غوښتل يې دخپل ساتوونکي ملاصبغت د کورنۍ  په يوې ښځې  جنسي تيرى وکړي؛ ددغه ملا له خوا په ډزو سره ووژل شو.
په همدې حال کې دغور ولايت د دولينې ولسوالۍ يو بل امنيتي خبرځاى وايي: مولوي يوسف متعصم تيره شپه په داسې  حال کې  چې خپل ساتونکى يې په يوه پلمه د ماموريت لپاره يوې لرې سيمې ته استوي ، کورته يي ننووځي  خو ملاصبغت دخپل قوماندان له دغه  نيت څخه  خبريږي  اوبيرته خپل کورته راګرځي  او ملا يوسف  کله يې چې غوښتل په دغې ښځې   جنسي تيرى وکړي؛ په ډزو سره و ژني .
دطالبانو ډلې تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
د دولينې ولسوالۍ لپاره دطالبانو نومول شوى ولسوال مولوي يوسف معتصم  په وروستيو څو کلونوکې په غور ولايت کې دلسګونو تروريستي پيښوعامل بلل  کيږي.
د طالبانو ددغه قوماندان په افرادو د ماين ښخوني، وسله والو بريدونو او د توغنديو دتوغولو  تور لګول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته