امنیت

دشپږو کيلومترو په اوږدوالي دسړک دپخولو کار پيل شو .

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :

په فراه ولايت کې دشپږوکيلومترو په اوږدوالي دسړک دپخولوکار نن پيل شو .

دفراه ولايت دفوايد عامې  رييس  باختراژانس ته خبر ورکړ. دغه سړک چې شپږ کيلومتره اوږدوالي او پنځه متر سور لري په لسګونوکلي دفراه ښار له بازار سره نښلولي دي .

يوه اړونده خبرځاى وويل  ددغه واټ دپخولو لګښت درې شپيته مليونه پنځه سوه نوي زره افغانۍ اټکل شوى دى چې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت او دنړيوال بانک له خوا تمويليږي .

دسيمې داوسيدونکو دڅرګندونوله مخې،  ددغه سړک  دپخولو دکار په بشپړيدو سره په دې ساحه کې د تګ راتګ له پلوه  دسيمې دسلګونو اوسيدونکو ستونزې لرې کيږي او بڼوالو ته هم دکرنيزو محصولاتو  په ليږدونه کې اسانتياوې برابريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته