امنیت

دافغانستان د اسلامي جمهوريت دسترې محکمې اعلاميه .

کابلباختردجوزا٢٢
دافغانستان د اسلامي جمهوريت دسترې محکمې اعلاميه .
دسترې محکمې عالي شورا په هغې فوق العاده غونډه کې چې نن له غرمې وروسته دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ جوړه شوه ، دغه اعلاميه يې تصويب کړه .
دسترې محکمې عالي شورا پروني ناځوانمردانه اوډارن ځانمرګي بريد چې له ا مله يې دسترې محکمې ديارلس تنه منسوبين شهيدان اوپه يوشميرملکي  وګړوسربيره اته ديرش تنه نور منسو بين ټپيان شول اوزيات مالي تاوانو نه واوښتل ، په کلکه غندي .
لکه څنګه چې لوى خداى (ج) په قران عظيم الشان کې فرمايي او هرهغه څوک چې يومومن په قصدي ډول ووژني مجازات يې دوزخ دى له شک پرته چې دغه شان غير اسلامي عملونه سخت اخروي مجازات په ځان پسې لري .
دسترې محکمې پاليسى لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده له پيل څخه تراوسه پورې دعدالت تا مينول دي اودقانون دحکمونو اوداسلامي شريعت په بنسټ تکيه لري اوپه راتلونکي کې به هم په دې پاليسى پابنده اومتمسکه وي  قضايي.بيطرفي او استقلال دقضايي حکمونو په سرکې ځاى لري او په جزايي مسئلو کې دټولو تورنو کسانو په وړاندې دهرراز تعلقاتو،تعصباتو اودسياسي مسايلو په پام کې نيولو پرته له لازم رافت اوترحم څخه کاراخيستل شوى دى او هيڅکله په هيڅ تصميم کې استثنايي عمل نه دى شوى.
ډاراچوونکي بريدونه په هردليل سره چې ترسره کيږي په حقيقت کې دخاورې او هيواد دښمنا نو ته خدمت اودنه ثبات اودقانون دوا کمني د نه ټينګښت سبب کيږي اوله دې پرته نه شي کيداي بله توجيه ولري ځکه نن د افغانستان ځوريدلي خلک په ښه توګه په دې پو هيږي چې دافغانستان دسولې اوثبات دښمنان دپرديو په ژرندې داوبو په تويولو اودهغوى دلارښوونو او اوامرو په عملي کولو سره ددې هيواد انساني زيرمې اوملي پانګه له منځه وړي اودکړاو اودرد لمن لاپسې پرا خوي چې دهغوى عملونه په حقيقت کې د هيواد دپتمنوخلکو په زړونوکې دکرکې اونفرت له پيدا کولو پرته نه شي کيداي بله پايله ولري .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت ستره محکمه په داسې حال کې چې دغه شان ناځوانمردانه عملونه يوځل بيا په کلکه غندي، څرګندوى چې دمحکمو پاليسى هماغه شان داسلام دقوانينو اوشريعت له حکمونو سره سمون لري اوهلې ځلې کيږي چې هيڅ بي ګناه ته زيان ونه رسيږي اوهم هيڅ مجرم له قانوني مجازاتو څخه لرې پاتې نه شي چې عدالت به هماغه شان دقضايي رسالت دلاينفک جز په تو ګه په پام کې ونيول شي .
ستره محکمه دژورخپګان اوخواشيني دڅرګندولو په ترڅ کې دلوى خداى (ج) له دربارڅخه ددغې پيښې ټولو شهيدانو ته دفردوس جنت ،ټپيانو ته دپوره روغتيا او کورنيو اودوستانو ته يې د جميل صبر هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته