کابل باختردليندي دمياشتې ٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ولسي جرګې د بین المللي اړیکو د کمیسیون له غړیو سره وکتل.
باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردخبرله مخې
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې تر سره شوه، د دغه کمیسیون مشر استاد عبدالرب رسول سیاف او غړيو نور اکبري او قیوم سجادي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
د ولسي جرګې د بین المللي اړیکو د کمیسیون غړو د هېواد له جمهور رئیس سره، له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د راتلونکې، د سولې د بهیر، د ملي ځواکونو د پیاوړتیا، بهرني سیاست، له امریکا سره د افغانستان د امنیتي قرارداد او د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه خبرې وکړې.
د کمیسیون غړو هیله وکړه چې په افغانستان کې د سولې بهیر به یو بریالی بهیر وي او ګاونډي هېوادونه به پکې خپلې صادقانه همکارۍ تر سره کړي.
همدا راز د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه د کمیسیون غړو هیله وکړه چې دا انتخابات او د قدرت انتقال په موفقانه ډول او له کومې ستونزې پرته تر سره شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د ولسي جرګې د بین المللي اړیکو د کمیسیون د غړو د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د راتلونکو انتخاباتو په اړه وویل چې د افغانستان حکومت آزاد انتخابات غواړي، هڅه کوي چې د بهرنیو له لاس وهنې پرته او د ټولو افغانانو په خوښه انتخابات تر سره شي.
حامد کرزي زیاته کړه چې دا به زما لپاره د وياړ او خوښۍ ځای وي چې د جمهوري ریاست ټاکنې په ډاډمنه فضا کې تر سره شي او افغانان د خپلې خوښې جمهور رئیس ولري.
دغه راز جمهور رئیس ډاډ ورکړ چې حکومت به له نړۍ سره په اړیکو او ټولو معاملو کې د هېواد ملي ګټې په جدي توګه په نظر کې ونیسي او په دې برخه کې به له ملت سره سلا مشورې وکړي.
0 1 دقیقه لوستل