سیاست

پوهاندعبدالسلام عظيمي په افغانستان کې د امريکا د همکاريو د ادارې له رييس سره وکتل

کابل باختردمرغومي ديرشمه :
د افغانستان داسلامي  جمهوريت قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفترکې په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو دهمکاريو د ادارې له رييس ويليم هامنګ او له ملګرى هيئت سره يې وکتل.
د سترې محکمې د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ: په کتنه کې قاضي القضات لومړى ددغې ادارې د فعاليتونو  په باب چې دولتي بنسټونو د پراختيا او د نظام د ټينګښت په خاطرپه بېلابېلوبرخوکې ترسره کيږي؛ خبرې وکړې او له قضايه قوې سره د مرستو په همغږۍ کې يې د هغو رول ګټور او اغيزمن وباله.
  قاضي القضات زياته کړه: د افغانستان قضايه قوه اوس د اساسي او په بېلابېلو اړخونو سره د پروګرامونو په تحقق سره په دې بريالې شوې ده چې د هيواد  د قضايي نظام دظرفيت دلوړولو او له اداري فساد سره دمبارزې په لاره کې د يادونې وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي او د خپلو راتلوونکو څلوروکلونولومړيتوبونه مشخص کړي چې له سترې محکمې سره د ځينو هغو عدلي پروژو همکارى چې د دغې ادارې له خوا تنظيم ، تمويل او همغږۍ کيږي؛ د درک  وړ دي او له دغومرستو څخه د قضايي روزنې، د قضايي او اداري منسوبينو د ظرفيت  د لوړولو، له هيواد څخه په بهرکې د قاضيانو د تخصصي اومسلکي پروګرامونو د تعقيبولو او د تخنيکي او تجهيزاتي اړتياوو د لرې کولو په لاره کې په معقوله توګه کار اخستل  شوى دى او قضايه قوه همدا اوس کليدي پروګرامونو او ځواکمنيو ته په پاملرنې سره د مادي اوتخنيکي مرستو د زيات جذب امکان لري او موږ هيله من يو چې دغه مرستې د قضايه قوې د راتلوونکو پروګرامونو د ښه اجرا کولو په خاطر د پخوا په شان دوام ومومي.
په مقابل کې  ښاغلى وليم هامنګ دکتنې په خاطر د رامنځته شوى فرصت له امله د مننې په ترڅ کې څرګنده کړه چې موږ د افغانستان له دولتي بنسټونوسره د همکارۍ په لاره کې هر اړخيز پروګرامونه ترلاس لاندې لرو او موږ تيار يو چې د عدلي اوقضايي همکارو بنسټونو او پروګرامونوله لارې د قضايه قوې په وده او پرمختګ کې ښه رول ولوبوو.
د يادونې وړ ده چې په دې کتنه کې د سترې محکمې د عالي شورا غړى او د عامه امنيت د ديوان رييس ډاکتر عبدالملک کاموي هم برخه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته