امنیت

ديرش تنه وسله وال مخالفين د پوليسو په فعاليتونوکې ووژل شول

کابل باختر د وږي دمياشتې  ٤  :
د ملي پوليسو ځواکونو پرون د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې٣٠ تنه وسله وال مخالفين ووژل.
د کورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي پوليسو ځواکونو دغه عمليات د ننګرهار، پروان، بغلان، کندز، فارياب، بدخشان، سرپل، روزګان، غزني، هرات او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ٣٠ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول؛ درې تنه ټپيان او دوه تنه ونيول شول او يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته