فرهنګ

پوهاند باوري: د ماشوم ادبياتو ملي ټولنه يوې مقررې ته اړتيا لري

کابل باختر د ليندي  پنځلسمه :
د افغانستان د ماشوم د ادبياتو د ملي ټولنې د کميټي اوومه غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني له لارښوونې سره سم بايد د افغانستان د ماشومانو د ادبياتو د ملي ټولنې يوه کمېټه جوړه شي .
دغه کمېټه يوې مقررې ته اړتيا لري، له دې امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تقنين  او پاليسۍ د چارو حقوقي سلاکار دلاور نذير زوى ته  لارښوونه کيږي چې د دغې مقررې په باب کار وکړي .
اوس د افغانستان د ماشومانو د ادبياتو د ملي ټولنې د اساسنامې مسوده چمتو شوې ده او تاسې د کمېټې غړي کولى شي چې د دغې مسودې په باب نظر څرګند کړي.
وروسته د کميټې د غړو له خوا د اساسنامې په باب خبرې پيل شوې او په ترتيب سره د کميټې د غړو نظريې واوريدل شوې.
ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې دغه اساسنامه د افغانستان د ماشومانو د ادبياتو د ملي ټولنې د موسسينو په کمېټه کې بشپړه شي.
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته