کابل باخترد جوزا دمياشتې ١١ :
په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کميټې ويندوى حسيب رحيمي رسنيوته وويل: د جلال آباد په دفتر له بريد وروسته تصميم ونيول شو چې دغه دفتر دې وتړل شي او په ټول افغانستان کې د سره صليب دکميټې نور فعاليتونه په موقت ډول وځنډول شي.
ده زياته کړه چې دغه دفتر د خپلو کارکوونکو د ژوند د خونديتوب په خاطر دغه تصميم نيولى دى.
رحيمي وويل: تراوسه پورې معلومه نه ده چې څه وخت به دغه کميټه په افغانستان کې خپل فعاليتونه بياپيل کړي.
د ده د څرگندونوله مخې: د دغې کميټې د اورتوپيدي مرکزونه به ددغه سازمان فعالې برخې وي چې ټاکل شوې ده سرله سبا خپل کارونه بيا پيل کړي.
د سره صليب د نړيوالې کميټې د دفتر دغه تصميم دننګرهار ولايت په مرکز جلال
آباد ښارکې په دغه دفتر د غبرګولي د مياشتې په اتمه نيټه د چهارشنبې په ورځ د څوتنو وسله والو يرغلګرو له بريد وروسته نيول شوى دى .
رحيمي وايي: په دې پيښه کې د سره صليب دکميټې د دفتر يوتن ساتوونکى ووژل شو او دهغه يو بهرنى کارکوونکى او دوه تنه کورنى کارکوونکي برسيرن ټپيان شول.
دده دڅرگندونوله مخې: په افغانستان کې د سره صليب دکميټې دفعاليت په بهيرکې دغه بريد په خپل ډول کې بې سارى و.
دسره صليب کميټه په ناپيلى ډول په جګړه کې د ښکيلو ډلو له ټپيانو او اسيرانو سره مرسته کوي او ګومان کيده چې په همدې دليل له دغه شان بريدونوڅخه خوندي وي.
جنګي اسيرانو ته مرسته، له معلولينوسره مرسته، د جګړې قربانيانوته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول، د خوراکي او غيرخوراکي توکو ويشل، له کورنيو بې ځايه شويو سره مرسته او د اوبو رسولو خدمتونه په افغانستان کې د دغې کميټې له فعاليتونوڅخه دي.
دسره صليب په دغه تصميم سره به په افغانستان کې زيات اړکسان د سره صليب له مرستو څخه بې برخې شي .
2 1 دقیقه لوستل