کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٧ :
په سرپل ولايت کې څلور تنه په يوه ځانمرګي بريدکې ووژل شول.
د دغه بريد هدف د جمعيت اسلامي ګوند يو قوماندان بلل شوى دى، خو دى له دغه بريد څخه روغ رمټ پاتى شوى دى.
د سرپل والي محمد ظاهـــر وحدت د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغه ځانمرګي بريدکې د جمعيت اسلامي ګوند د قوماندان حاجي رحيم ايوبي د کورنۍ څلور تنه غړي وژل شوي او يو تن بل يې ټپي شوى دى.
ده وويل: په دې پيښه کې حاجي رحيم ايوبي ته زيان نه دى اوښتى.
ځانمرګى يرغلګــرچې چاوديدونکي توکي يې په خپل بدن کې تړلي و؛ په سانچارک ولسوالۍ کې يوې اديرې ته څېـــرمه د حاجي رحيم ايوبي د سپرلۍ موټر په وړاندې يې واچول.
پيښه ټيک هغه وخت رامنځته شوه چې د جمعيت اسلامي ګوند دغه قوماندان د يوه خپلوان اديرې ته د دعا کولو لپاره هلته تللى و او بريدګر په تېر وتنې سره د هغه د کورنۍ په غړو چې په موټرکې ناست وو؛ بريد وکـړ.
تر اوسه پورې هيچا د دغه بريد مسووليت په غاړه نه دى اخيستى.
0 1 دقیقه لوستل