سیاست

جمهورريیس غني ترک تبار مشرانو سره وکتل

کابل /دليندۍ ٢٧مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ترک تبار قومونو له مشرانو سره په ارګ کې، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې جمهورريیس غني د محمد یوسف غضنفر، عبدالرؤف ابراهیمي، عبدالمتین بېک، عالم ساعي او قوماندان تور په ګډون د ترک تبار قومونو مشرانو  سره په مزار شریف کې د وروستیو پېښو په اړه بحث او خبرې وکړې.
یادو قومي مشرانو د امنیت، سولې او ثبات په اړه د حکومت د پلانونو ملاتړ وکړ او په دې اړه یې خپل وړاندیزونه او غوښتنې له جمهورريیس سره شریک کړل.
ختم -ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته